IQNA

پر رسنیو باندې د محدودیتونو لګول د اصولو او ارزښتونو ساتل دي

17:11 - August 21, 2023
د خبر لمبر: 3487824
ایکنا – (کابل) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر وايي، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي، نو طالبانو د رسنیو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانین وضع کړي دي.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل: د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي او طالبان د اصولو او ارزښتونو د ساتنې په موخه قوانین وضع کړي دي.

 ښاغلي حماد ټینګار وکړ چې دغه بندیزونه د افغانستان د اصولو او ارزښتونو د ساتلو په هدف له رسنیو پورته دي.

په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرخان ثاقب وايي، سره له دې چې هېواد ازادي ترلاسه کړې، خو په هېواد کې د کلتوري اشغال لړۍ لا هم روانه ده.

 هغه زیاته کړه، هر ملت خپل دود لري، خپل لباس لري، موږ څوک یو، د یو مسلمان په توګه باید خپل کلتور ولرو او که نه؟

 دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې ډول د سرپرست حکومت له لوري پر وخت د معلوماتو نه ترلاسه کولو او د ځينو محدوديتونو لګولو خبريالان اندېښمن کړي دي.

https://www.avapress.com/ps/news/275280

captcha