IQNA

آیت الله سیستاني: د اهل بیت (ع) په اړه له مبالغې ډډه وکړئ (انځور)

13:57 - August 28, 2023
د خبر لمبر: 3487866
ایکنا – (عراق) په عراق کې د شیعیانو ستر مرجع د اهل بیت (ع) په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د هغوی په اړه له مبالغې څخه د ډډه کولو غوښتنه وکړه.

د ایکنا د راپور له مخې، په عراق کې د شیعیانو ستر مرجع آیت الله سید علي سیستاني له خلکو وغوښتل چې د اهل بیت (ع) په اړه له مبالغې څخه ډډه وکړي.

هغوی دغه غوښتنه د هغې پوښتنې په ځواب کې اعلان کړه چې په لاندې ډول مطرح شوې وه: امام علي (ع) او امام حسین (ع) ته د خالق نسبت ورکول مبالغه کې راځي او که نه؟

آیت الله سیستاني په ځلونو له ویناوالو، شاعرانو او د اهل بیت علیهم السلام له مداحانو غوښتي چې په دیني مسایلو کې له مبالغې څخه ډډه وکړي.

از غلو درباره اهل بیت (ع) خودداری شود

https://iqna.ir/fa/news/4165160

captcha