IQNA

عراق ته د یو میلیون او 300 زره بهرنیو زیارت کوونکو رسېدل او د امام حسین (ع) په زیارت کې د غنا شیعیانو ماتم ( ویډیو)

16:29 - August 29, 2023
د خبر لمبر: 3487873
ایکنا – (عراق) د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تر نن ورځې پورې د هغو زیارت کوونکو شمېر چې له ځمکې او هوا څخه عراق ته داخل شوي، یو میلیون او ۳۰۰ زرو تنو ته رسېدلی دی. په همدې حال کې په عراق کې ټولو اړوندو ادارو او د زيارت کوونکو د امنيت د تامينولو او هغوى ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره جدي هلې ځلې کړې دي.

د ايكنا د خبر له مخې، د ايران او عراق له شپږو پولو څخه د تېرېدو لپاره د سيد الشهداء (ع) د مينوالو سېلاب د تېرو څو ورځو په پرتله خپل اوج ته رسېدلى او په تېرو ٢٤ ساعتو کې له پولو څخه تګ راتګ زيات شوى دى او هره شېبه د اربعين په مراسمو کې د ګډون لپاره د زيارت کوونکو ګڼه ګوڼه د زیاتېږي.

د زیارت کوونکو د زیات نفوس سره سره، په سرحدونو کې د دوی تګ راتګ په اسانۍ او له کومې ځانګړې ستونزې پرته روان دی. د هوا د تودوخې له امله، زياتره زيارت کوونکي د شپې په سړه هوا کې له پولې تېرېدو ته ترجيح ورکوي چې ځانونه زيارتونو ته ورسوي.

تېره شپه د عراقي چینلونو له خوا د چذابه پولې هوايي انځورونه هم خپاره شول چې د ایران او عراق تر منځ د نورو ځمکنیو لارو په څېر په دغه کرښه کې د زیارت کوونکو پراخ حضور ښيي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه اعلان وکړ چې د امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره د بغداد، کربلا معلی او نجف اشرف له ځمکنیو پولو او هوایي ډګرونو څخه عراق ته د ننوتو زائرینو شمېر یولسو ته رسیدلی دی چې یو میلیون او 297 زره او 466 کسان دي.

د کربلا ولایت د داخلي چارو او امنیت د څانګې مشر خضیر الصافي هم په کربلا کې د بغداد او نورو عراقي ولایتونو د څه دپاسه ۹۰ امنیتي قطعاتو په شتون سره د خاص اربعین امنیتي پلان د بشپړ تطبیق اعلان وکړ.

په علوي ولایت کې د زیارت کوونکو د استقبال د څانګې مشر اثیر التمیمي هم د دې په بیان سره اعلان وکړ چې دې ولایت د څو میلیونو زیارت کوونکو د کوربتوب لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي او وویل چې د زیارتونو له انګړ او سړکونو بهر د زیارت کوونکو د خوراک لپاره ټول ځایونه او مزار ته تللې لارې خلاصې شوې دي.

از ورود 1 میلیون و 300 هزار زائر خارجی به عراق تا عزاداری شیعیان غنا در حرم امام حسین(ع)

 

https://iqna.ir/fa/news/4165548

captcha