ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، دې سازمان نن په یوې اعلامیې کې د طالبانو لهخوا پر دې نیونې د خواشینۍ څرګندولو سربېره ویلي چې درې کارکوونکي یې چې پکې یو بهرنی او دوه افغانان وو د سپټمبر په ۳مه نېټه نیول شوي او د سپټمبر په ۱۳مه نېټه یې ۱۵ تنه نور افغان کارکوونکي هم له همدې دفتر څخه نیول شوي دي.
په غور کې ځايي سرچینو ویلي چې دا کسان د دې ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې له خپل کاري دفتر څخه نیول شوي چې شپږ مېرمنې هم پکې شاملې دي.
همدارنګه نیول شوی بهرنی کارمند یو امریکايي بلل شوی چې دغلته یې د معلولینو سره د مرستې لپاره کار کولو.
د 'آی اې ایم' موسسې په خپله اعلامیه کې ویلي چې دوی ته د دوی د کارکوونکو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي او له دې هم نه دي خبر چې ولې یې همکاران نیول شوي دي.
خو په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو کلتور مشر مولوي عبدالحی زعیم د دې کسانو نیول کیدل تایید کړي او ادعا یې کړې چې ګوندې دې کسانو عیسویت ته تبلیغ کولو.
د نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم دا سازمان وايي، له ۱۹۹۶م کال راهیسي افغانستان کې کار کوي او میلیونونو افغانانو ته یې د روغتیا، تعلیم او ټولنیزې پراختیا په برخو کې خدمات وړاندې کړي دي.