IQNA

په افغانستان کې د انسان دوستۍ مرستې په سم ډول نه ویشل کیږي

15:35 - October 26, 2023
د خبر لمبر: 3488174
ایکنا-(کابل)  د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر په دغه هیواد کې د اروپائي اتحادئې له مسئولې سره په کتنې کې په دغه هیواد کې  د بشری مرستو دویش په څرنګوالي سختې نیوکې وکړې.

اایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرّحمنم حقاني پرون مازدیګر په افغانستان کې ددغې اتحادئې د سفیرله مرستیالې او د مینځنۍ آسیا لپاره دا روپائي اتحادئې د پراختیائي مرستو له مسئولې سره په کتنې کې پخپل هیواد کې ددغې اتحادئې د ملګرتیا په قدرونې سره ووئيل،اعلان شوي مرستې ډيرې زیاتې دي،البته مثبته نتیجه ئې نه لیدل کیږي.

هغه په افغانستان کې د مرستو ضائع کیدا ته په اشارې سره زیاته کړې ده،په افغانستان کې د اروپائي اتحادئې زیاتره مرستې په داسې چاروکې مصرفیږي ، چې ضرورت ئې نه وي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،خلیل الرحمن حقاني پر اروپائي اتحادئې غږ کړی چې مرستې دې ددغه هیواد خلکو لپاره د سرپناه د برابرولو،په روغتیائي، تعلیمي او نورو اساسی او بیخ بینائي پروژو کې ولګوي.

دواړو لورو په دغې کتنې کې همداراز  دافغان مهاجرینو دمشکلاتو،د هرات د وروستۍ زلزلې له امله  د ترینګلتیاؤ او له زلزله ځپلو سره دمرستو د څرنګوالي په باب خبرې اترې کړي دي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/08/03/2978112/

captcha