IQNA

په افغانستان، فلسطین، عراق او اوکراین کې د روانو ناخوالیو لامل امریکا ده

8:26 - October 31, 2023
د خبر لمبر: 3488196
ایکنا-(تهران) د روسیې ولسمشر د دې خبرې په کولوسره  چي امریکا او ملګري یې په نړۍ کې د جنګ له اوره ګټه پورته کوي، وویل: امریکا په افغانستان، عراق، فلسطین او اوکراین کې د روانو ناخوالیو د رامینځ ته کېدو اصلي لامل ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د روسیې ولسمشرولادیمیرپوټین رسنیو ته وویل: امریکا چي خپل نړیوال واک ئې له لاسه ورکړی دی، د نړۍ په مختلفو سیمو کې د تاوتریخوالو او جنګونو په رامینځ ته کولو سره، د خپلو سیالانو د کمزوري کولو په لټه کې ده.

هغه یادونه وکړه چي امریکا او د هغې ملګرې چي په اوکراین کې د زلنسکې له رژیمه ملاتړ کوي، په فلسطین کې هم د صهیونیست رژیم د جنایاتو ملاتړي دي.

د روسیې ولسمشر په غزه کې د اسرائیل د رژیم له لورې د فلسطیني ماشومانو او ښځو عامې وژنې ته په اشارې سره وویل: کله چي په خپلو وینو د ککړو ماشومانو انځورونو ته ګوري له غوصې بې تابه کیږي، خو یوازې د احساساتو ښودنه کفایت نه کوي.

پوټین زیاته کړه: فلسطینیانو سره د مرستې یوازنۍ لاره، د اسرائیل د رژیم له ملاتړو سره مبارزه ده، هغه کار چي مونږ په اوکراین کې هم ورسره ښکېل یو.

د روسیې ولسمشر وویل:  هیڅ یوه پلمه د اسرائیل د رژیم له لورې د فلسطیني ښځو او ماشومانو د عام وژنې جنایت نه شي توجیه کولای، ستونزه یوازې د یوه فلسطیني هیواد په جوړېدو او رسمیت پېژندنې سره هوارېدایشي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i140754

captcha