IQNA

د عراق د قرآن په مجازی سیالیو کې د ایرانیو میرمنو بریالیتوب

7:38 - November 05, 2023
د خبر لمبر: 3488219
ایکنا-(تهران) دایران قرانی میرمنو د قرآن کریم  په مجازي  سیالیو کې چې  د ؛والشفع و والوتر؛ او د عراق د یوه نړیوال قاري  له خوا  ترسره شوې ،  له نهو  ممکنو روتبو شپږ روتبې ترلاسه کړې.

ایکنانیوز  راپورورکړ،  عراق د نړیوالو قاری حسنین الحلو  د پلویانو له خوا د ؛واشفع  و  والوتر ؛ په عنوان سره  د میرمنو ځانګړي قرآنی سیالۍ په مجازی بڼه ترسره شوې او داران د قرآني میرمنې  د مختلفو څانګو  لابرلاسه  روتبې ترلاسه کړې.

دغه قرآني سیالۍ  په آنلاین بڼه ا و د ایران ،عراق ،لبنان  له هیوادونو د قاضیانو په شتون سره ،د قرائت،ترتیل او   او دحفظ په درو څانګو کې ترسره شوې او په شنبې ماښام  دنتیحو په اعلانولو سره  پاي ته ورسیدې.

 په دغو سیالیو کې د ټول قرآن کریم حافظه او ګډون کونکي حنانه خلفي  ددغو سیالیو پهباب  ایکنانیوز ته ووئيل، په تیرو شپو ورځو  کې دغه سیالۍ په مجازی بڼه ترسره  او خپرې شوې او له ایرانه څو میرمنو پکې شتون درلود.

هغې ووئيل په دغو سیالیو کې  د ټول قرآن په حفظ کې ۸۳ کسانو، د ترتیل د قرائت په څانګې کې ۶۷کسانو   او ۴۳کسانو هم پر خط د تحقیق د قرآئت په څانګې کې سره سیالۍ وکړې.

میرمن خلفي  ددغو سیالیو د برلاسه کسانو  او  له ایرانه دنورو ګډون کونکو په باب ووئيل، په دغو سیالیو کې له ایرانه نورو کسانو هم ګډون درلو چې له هغوي یو شمیر  په برلاسه روتبو په ترلاسه کولو کې  بریالۍ شوې ،چې په هغو کې  دټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې لومړنۍ روتبه ماته ورسیده او  فاطمه سادات غفاري هم دریم لمبر شوه. همداراز عاطمه ناصح  دتحقیق په قرآئت کې لومړی ، زهرا حسین پور دوهمه او آمنه آل بوخنفر هم دریم لمبر شوه .  دترتیل په څانګې کې هم د ایران عذرا صبرین نژاد  لومړۍ روتبه ترلاسه کړه.  

 په دغو سیالیو کې دایران  فاطمه حسینی فر ،فهیمه سادات موسوي نیا اوزنیب  د قاضیانو رول ولوبوه.

https://iqna.ir/fa/news/4179482

 

captcha