ایکنانیوز د صدای البلد له قوله راپور راکړ،د الازهر داسلامی څيړنو مرکز، دهغه نندارتون په فعالیتونو کې چې د کویت د جایزې قرآن نړیوالو سیالیو په څنډې کې د ؛فی صحف مکرمة؛ په عنوان سره ترسره شوي،دالازهر په مرکزي کتابتونو کې موجود یو شمیر مخینه لرونکي او کم پیداکیدونکي قرآن نسخې هم نندارې ته وړاندې کړي دي.
په دغه نندارتون کې همداراز د قران مجید د محافظت، د کتابت د مرحلو او د قرآن د چاپ او هغو ته د مسلمانو عالمانو د اهتمام لپاره دالازهر د کتابتون دتاریخ مصحف کمیټې د هڅو او په دغه مرکز کې د کم پیداکیدونکو قرآنونو دحفظ اومرمت لپاره د الازهر د کتابتون د هڅو په باب یو لړ توضیحات هم وړاندې شوي دي.
د الازهر د څيړنو د مرکز مشر نظیر عباد په دغه نندارتون کې ګډون، قرآن کریم داهتمام لپاره د الازهر دهڅو په لړ کې وباله. د هغه په وینا الازهر کتابتون د قرآن کریم دچاپ او کتابت د تاریخ یو ژوندی میوزیم دی . هغه روښانه کړې ده ،په الازهر کتابتون کې د قرآن کریم کابو ۹۷۰خطي نسخې ساتل کیږي چې له څلورمې پيړۍ رانیولې تر دیارلسمې قمری پيړۍ پورې د مختلفو تاریخي پړاؤنو سره اړونده دي . دغه قرآنونه، دحجم او دخوشنویسۍ او خطونو د ډولوالي له نظره مختلف دي او ځانګړی اهمیّت لري.
عیاد زیاته کړې ده ،د الازهر قرآنونو هنري ځلاوې د اندازې، شکل ،ښکلاؤ،او صحافي له نظره مختلفې دي.
د یادولو ده چې د کویت جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو دولسم پړاؤ د لړم د میاشتې له اولسمې یعني له تیرې چارشنبې پیل شوي او د روانې میاشتې تر ۲۴نیټې پورې په بدوام ولري.