IQNA

په سورئې کې د غزې له مظلومانو سره همدردۍ لپاره د کریسمس جشنونه لغوه شول

8:08 - December 25, 2023
د خبر لمبر: 3488471
ایکنا- د سورئې  درستو مسیحیانو اعلان کړی دی چې  سږکال  به د کریسمس جشنونه د غزې د مظلومو خلکو سره دهمدردۍ او پيوستون په خاطر ترسره نشي .

ایکنانیوز  د فرانس ۲۴  له قوله راپور راکړ، د سورئې په شمال کې د عزیزیه ښار مرکزي سیمه معمولا هر کال د کریسمس په شپو ورځو کې د لوي کریسمس ونې  او د زیاتې ګڼې ګوڼې  اوډول ډول جشنونو  ځاي دی .

ابته سږکال  اصلی میدان تقریبا خالی دی او د کریسمس هیڅ ډول ښکلاوې او دستورې نه ترسترګو کیږي.

د حلب د سریاني کاتولیک  ستر پادري مورډیونیسوس آنتوان شحدا  فرانس پریس خبری آژانس ته وئیلي دي ، په فلسطین کې چې  دحضرت عیسی مسیح زیږنځای دی ، خلک ډیر مظلوم دي او له جنایتونو سره مخ دي نو په دې خاطر د کریسمس درستې دستورې لغوه شوي دي . او ددغو دستورو لغوه کیدا په غزې کې د اسرائيلو د جنایتونو  له قربانیانو سره د پیوستون په خاطر ده .  

د سورئې د سریاني کاتولیک کلیسا یوازینۍ کلیسا نه ده چې د غزې له خلکو سره  ئې خواخوږي ښودلې ده. د سورئې د درو اصلی کلیساګانو  مشران یعني د یوناني ارتوډکس ، سریاني ارتوډکس ا یوناني کاتولیک  رهبرانو هم اعلان کړی دی چې  دکریسمس جشنونه  ئې  دغزې له مظلومو خلکو سره دخواخوږي او پيوستون په خاطر لغوه کړي او دا یوازې مذهبی دستورو ته محدودیږي.

 دغو درو کلیساګانو په یوې ګډې اعلامیې کې ويلي دي ،اوسنیو شرائطو ته په پام سره په تیره د غزې  حالاتو ته په پام سره د کلیسا پادریانو د  کریسمس  او دنوي کال د دستورو د نه ترسره کولو  په دلیل  بخښنه غوښتې ده .

داپه داسې حال کې دي چې د  غزې د مظلومو خلکو په ضد د اسرائيلو وحشي ډوله جنایتونو کې تروروستیو پورې څه دپاسه شل زره کسان شهیدان شوي دي چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي دغه راز په لسګونو زره ټپیان شوي هم دي  او دغه راز په لکونو نور بې څوکه فلسطیان کډه په سر شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4189596

captcha