IQNA

د نبیانو روزنیزې رودې ؛حضرت عیسی(ع)/40

د حضرت عیسی(ع)تذکر او یادونه

8:11 - December 31, 2023
د خبر لمبر: 3488498
ایکنانیوز- د یادونې روده یوه هغه روزنیزه روده ده چې په قرآن کریم کې ورته اشاره شوې ده.دا  چې خداوندمتعال د خپلو پیغمبرانو په وړاندې له همدې رودې استفاده کړې ده چې ددې موضوع اهمیّت دوه چنده کوي.

یوه هغه روده چې قرآن کریم او الهي پیغمبران د اخلاقي ارزښتونو په لور د  انسانانود بللو او د هغوي د الهی فطرت له لمنې د غفلت او لټۍ د ددوړو اوګردونو د لیرې کولو لپاره  ورباندې ټينګار کړی دی . د یادونې روده دا ده چې  انسان  سره د الهی صفتونو ته  د رسیدا او دتربیت  دموخو په لور په لارې کې ملګرتیاکوي.

تذکر د هغه شي د یادولو په معنا دی چې  انسان ورڅخه په غفلت کې دی یا هغه ئې هیر کړی دی.د ذکر د کلمې مخالف معادل ، نسیان یا هیرول دي..ځينی لغت پيژاندي دا نظر لري چې انسان له هیریدا راخستل شوی  یعنی انسانپه طبیعی توګه  دهیریدا اونسیان له خطر سره مخ دی  او کله هم دومره په غفلت کې ډوبیږي  چې هرڅه حتی خپل ځان  او د ژوند هدف باندې هم سترګې پټوي او دخپلې ودې لار له یاده وباسي یا ترې هیریږي . ددې لپاره چې  انسان د غفلت له خوبه ویښ کړئ شي او هغه د ودې په لاره سم کړي،هغه ته باید  یادونه وشي.

د انسان په تربیّت کې تذکر او یادولو رول دومره اغیزشیندي چې  دعبادت دهدافو یوه برخه شمیرل  شوی دی. قرآن کریم د نبیانو یوه مهمه او اصلي دنده تذکر بللې او د هغوي رول ئې د حقایقو یادونه بللې چې د  خداي ورکړي نعمت په توه د انسان  دروح په ژورتیا کې شته ، خو د غفلت پرَدې دوي  د هغو حقایقو ته له توجه غړولي دی .خداوندمتعال د تذکر په صفت کې په څو آیتونو وکې فرمائيلي ؛ وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ؛ او په دوامدار ډول ورته تذکر ورکړه ،ځکه تذکر مومنانو ته ګټه رسوي (ذاریات:55) بیا په یوه بل ځاي کې فرمائي ؛ فَذَكِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّكْرَى سَيَذَّكَّرُ مَنْ يَخْشَى وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى ؛  پس ورته یاده کړه که تذکر ګټه ور وي ! او ډیر زر  هغه څوک چې  له خداي ویریږی ورته یادونه کیږي،خو ترټولو بدبخت کسان ورڅخه لیرې تښتي  (اعلی: 9 الی 11) .

د شیطان یو سیاست دا دی چې د انسان په فکر اولیدتوګې پرَده اچوي او هغه  هیریدا په لور کاږي څو هغه  له هغه عهد او ژمنتیا چې له خپل خداي سره ئې کړي وي ،غړوي ئې . د قرآن په تعبیر ؛ اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنْسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُولَٰئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ  أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ؛ او پر هغوي شیطان مسلط شوی او دخداي یاد  ئې د هغوي له یاده ویستلی .دوي د شیطان پلویان دي ،پوهه شئ  د شیطان ډله یا پلویان تاوان موندونکي دي  (مجادله:19).

قرآن کریم ځان د ټولو دتذکر اویادونې  لپاره یوه وسیله معرفي کړی او په دې دلیل چې  ټول آیتونه ئې ژورو مفهمونو ته اشاره کوي، د انسان د ویښتیا سبب کیږي او انسان غفلت ته نه پریږدوي.

خداوندمتعال دخپلو نعمتونو په یادولو او په انسانانو کې د شکر کولو د روح په ژوندي کولو او دقدرپيژندنې دحس په رابرسیره کولو سره اغیزشیندونکی رول لوبوي او د هغه ژوند دخدای له صحبت اویاده ډکوي .خداي تعالی په قران کریم کې  هغه نعمتونه چې عیسی ابن مریم ته ئې ورکړي دي یادوي .؛ په یاد کړئ هغه مهال چې خداوند عیسی ابن مریم ته  ووئيل؛ یاد کړه  هغه نعمت چې تا او ستا  مور ته مور ته مو دروبخښل! هغه مهال چې ته  مو په روح القدس سره پیاوړی کړې؛ چې  په ځانګو کې او بیا د لویوالي په وخت ، له خلکو سره  د خبرې کولې  او هه مهال چې  تاته مو د تورات او انجیل  او حکمت او تاب درزده کړ ، او هغه مهال چې  زما په فرمان دې  له خټو د مارغه په شان شی جوړوه، او په هغه کې دې روح پووکاوه  او زما په فرمان یو مارغه کید، او مادرزاد ړوند  او په مرګونو ناروغیو ککړ دې زما په فرمان شفا ورکوله :  او مردګان دې هم زمان په فرمان ژوندي کول، او هغه مهال چې بنی اسرائيل مو تا ته له تاوان رسولو غړول :  په هغې موقعې  چې  د هغوي لپاره دې روښانه دلیلونه راوړل ، خو له هغو کافرانو یوې ډلې ووئيل؛ دا له ښکاره سحر او جادو پرته بل څه  نه دي؛::::

captcha