IQNA

د رهبرۍ د ستر مقام د قرآني لیدتوګو نړیوال کانګرس غوره کسان وستایل شول

9:03 - January 06, 2024
د خبر لمبر: 3488529
ایکنا- د رهبرۍ دسترم قمام د قرآنی  لیدتوګو نړیوال کانګرس (د هیواد دختیځ سمینار)د غوره کسانو په قدرونې او پایزو دستورو سره پاي ته ورسید.

ایکنانیوز له مشهد مقدسه راپور راکړ، د رهبرۍ د ستر مقام د قرآني لیدتوګو نړیوال کانګرس په ولولناکو پایزو دستورو  او د غوره کسانو په ستایلو سره خپل کار پاي ته ورسوه.

ددغه کانګرس په پایزو دستورو کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د سیاسی اجتماعي لیدتوګو دقرآني آساس په ځانګړنې سره ، د خراسان یو غوره عالم آیت الله جعفر سیدان،د رهبرۍ د خبرګانو شورا غړی حجةالاسلام ابوالقاسم ،د خراسان علمیه حوزې مشر علی خیاط، د مشهد ښاروال محمد رضا قلند او د حوزې اوپوهنتون یو شمیر  استاذانو او شخصیّتونو پکې شتون درلود.

په دغو دستورو کې د مرغومې  یا دي  د میاشتې په څوارلسمه نیټّ د مشهد مقدس د سپيڅلي حرم دمرکزي کتابتونو په قدس هال کې ترسره شوې ،  په دغه نړیوال کانګرس کې د همکار مرکزونو او د غوره مقالو لیکونکو ستاینه وشوه.

ددغه راپور پّ اساس ،د میرمنو په علمي ډلې کې  لومړنۍ رتبه ګټونکی  ونه ټاکل شو او اعظم مزیناني دوهم مقام ، فاطمه صلاحي  او سعید تلان دریم مقام ترلاسه کړ.

د رهبرۍ  دستر مقام  دسیاسی او اقتصادي لیدتوګو دقرآنی اساس په ډلې کې  جواد مصلحي لومړی مقام او مرتضی رخیده دخت دوهم مقام وګاټه.

همداراز د رهبرۍ دستر مقام د اجتماعي اوتمدني  لیدتوګو د قرآني اساس په ډلې کې  مصطفی حمدی فر لومړی مقام او دوهم او دریم مقام ګټونکي هم معرفي نه شول.

د مقام معظم رهبرۍ  په لیدتوګې اوسیرت کې د قرآني فعالیتونو په ډلې کې  ه شام ورکیاني لومړی مقام ،برات الله هدایتی دوهم مقام او سید عقیل نسیمي دریم مقام ترلاسه کړ.

په څلورمې ډلې کې هم  د غیر ایراني طلبه ؤ  په آثارو کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود قرآني لیدتوګې  درلودې چې سید زکریا مزیدي  لومړی مقام ، محمد حیدر  له لبنانه دوهم  او ابوبکر کرامبه دریم مقام ترلاسه کړ.  

https://iqna.ir/fa/news/4191925

captcha