د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي نن د ټول ایران د جمعې لمانځه له خطیبانو سره په کتنه کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې نن سبا د خدای لاس د غزې په نړیوالې مسلې کښې د لیدلو وړ او ښکاره دی وویل: نن سبا دنیا د غزې خلکو او غزې مقاومت ډلو او مبارزانو ته د اتلانو په سترګه ګوري.
هغه حضرت د مظلوم غټ بریښیدل او په عین حال کښې د دنیا د خلکو په سترګو کښې د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب د دغه تړانګې د خلکو د صبر او د توکل اثار او برکتونه وبلل او زیاته یې کړه : په مقابل کښې نن سبا په دنیا کښې څوک په جنګ کښې د صهیونیسټي غاصب او د خبیث رژیم بریالیتوب ته قائل نه دي او د دنیا د خلکو او د سیاستوالانو په نظر صهیونیسټ رژیم یو ظالم، بې رحمه ، خونړی لیوه او ماتي خوړلی او دړې وړی رژیم دی.
حضرت ایت الله خامنه اي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د فلسطین د غزې تړانګو خلکو په خپل مقاومت سره اسلام د دنیا د لټون کونکو انسانانو په سترګو کښې دود کړ او قران یې محبوب کړ، له خدای پاک ج د مقاومت د جبهي په تیره بیا د غزې تړانګې د خلکو او د مبارزانو د ورځ تر بلې د سرلوړۍ دعا وکړه.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود دغه راز د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو په ملاتړ کښې د یمن د انصار الله د حکومت او د یمن د ملت د لومړي ستر کار په ستاینې سره وویل د یمن خلکو د صهیونیسټ رژیم مهمې لارې ته ګوزار ورکړ او د امریکا له ګواښ څخه ونه یریدل ځکه چې له خدای څخه ویریدونکي انسانان له خدای پرته له بل چا نه ویریږي او د دوې دغه کار حقا او انصافا د جهاد في سبیل الله» مصداق دی.
هغه حضرت هیله وکړه: د خدای پاک په اجازې سره دغه مجاهدتونه ، مقاومتونه او فعالیتونه تر بریالیتوب پورې دوام لري.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود دغه راز په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو ګډون هم د خلکو دنده او هم حق وباله او زیاته یې کړه په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون د کلمې په حقیقي معنا ضروري دی؛ البته انتخابات یوازې دنده نه ده بلکې د خلکو حق دی چې وکولای شي قانون جوړونکي ، د قانون اجرا کونکي او یا د خبرګانو د جرګې غړي انتخاب کړي.