IQNA

نړیوال سره صلیب غزې ته پر مرسته رسونې ټينګار وکړ

8:31 - January 22, 2024
د خبر لمبر: 3488604
ایکنا- د نړیوال صره صلیب کمیټې مرستیال مشر مانوئل بسلر په غزې کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په تشریح کولو سره،په غزې کې د اوربند او دمرسته رسونې لباره د جدي هلوځلو پر ضرورت ټينګار وکړ.

ایکنا نیوز راپور راکړ،د سره صلیب نړیوال فیدریشن مرستیال مشر مانوئل بسلر د فلسطین ملاتړ د انسان دوستۍ په نړیوال کنفرانس کې پهشتون سره ددې خبرې په کولو سره چې له غزې سره مرستې باید زیاتې شي،  او نړیوال سور صلیب د یوه نړیوال لوبغاړی په توګه پر درو موضوعګانو تمرکز لري، ووئيل، عامو خلکو ته دمرستو رسول او دهغوي د ژوند او امنیت ساتلو باندې دنړۍ سور صلیب د نړیوالو قوانینو په اساس  ټينګار کوي.

هغه زیاته کړې ده ، میرمنې ،ماشومان او بوډاګان په امن ځایونو  په لټون کې دي او  له غزې سره دمرستې د لومړنۍ کرښې لوبغاړي باید په دې باب پخپلو دندو عمل وکړي.

سره صلیب دنړیوال فیډریشن  مرستیال  مشر په دې خبرې په ټينګار سره چې هیوادونه  او مرستندویه ادارې باید  له غزې سره د مرستو لپاره سره  غږمله او منسجم  شي، ځکه  دغزې شرائط  له هرڅه ورآخوا کړچارونو ته اړتیا لري،ووئیل؛ په غزې کې مرستندویه   اورګانونه  له سختو او خطرناکو شرائطو سره مخ دي، غزه لازیاتو لا پراخو مرستو  ته اړتیا لري؛د سونګو  او ایمبولانسونو نه شتون  په غزې کې د مرستو رسول لاسختوي.

د سره صلین نړیوال فیډریشن  دغه لوړپوړي چارواکي  همداراز دغزې شرائطو ته د فوري ځواب ورکولو اهمیهت ته په اشارې سره ووئیل،دا موضوع یوازې کومه سیاسی موضوع نه ده ،خو سیاسی حل لارې ددې د حل لپاره لاره چاره کیدلی شي.

فلسطیني میرمنې او ماشومان د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتون واصلی قربانیان دي .

د فلسطین د سرې میاشتې د ټولنې مشر یونس الخطیب هم چې د وبینار له لارې ئې په دغه کنفرانس کې شتون درلود، دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې  د غزې په ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژيم څه دپاسه سلو ورځو  جنایتونو ته په اشارې سره  او له دغو غمیزو سره اړونده احصایو ته په نغوتې سره ووئیل،ددغو وحشي ډوله جنایتونو زیاتره قربانیا میرمنې او ماشومان دي ، پوهنتونونه ،روغتونونه ،ښونځي ، جوماتونه او  کلیساګانې او نور بیخ بینائي تاسیسات په غزې کې په کنډوالو بدل شوي او خلک هم کډه په سر شوي دي .

له غزې د ملاتړ د انسان دوستۍ کنفرانس  د سره صلیب  او سرې میاشتې د ملی ټولنو د لوړپوړو رهبرانو ،مشرانو او چاروالو په شتون سره پرون  په تهران کې ترسره شو.

دغه نړیوال سمینار  له غزې سره د مرستو د یوه بیړني بسپنې د رامینځةکولو، او د تل پاتې اوربند د رامینځةکولو لپاره دمختلفو لارو چ ارو د ارزولو او د سره صلیب او سرې میاشتې  له نړیوال غورخنګ سره د منسجو غږملتیاؤ د رامینځةکولو په موخې سره ترسره شو

https://iqna.ir/fa/news/4195019

 

captcha