ایکنانیوز د عرب نیوز ۲۴خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د مصر دالازهر اسلامی مرکز دجمعې په شپه د یوې اعلامیې په خپرولوسره چې ددغه مرکز په ټونلیزو چینلونو کې خپره شوې ده،د هغوفلسطینیو کډوالو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د وروستي جنایت چې د غزې په لویدیځ کې واقع له ؛الرشید واټ سره نزدې د انساني مرستو منتظر وو،په سخته محکوم کړ.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د صهونیسټ جنایتکار او وحشي رژيم له تپلو قخظیو وروسته د وږو او تږو کډ،الو ټارګټ کول چې د لسګونو کسانو د شهادت او د سلګونو نورو دټپي کیدا لامل شوي ، د هغه انسانیّت پر ټنډې د بې ننګۍ یو داغ دی چې د خوړو په تمه ناستو دبې څوکه خلکو د غمیزې په وړانې ئې چپتیا غوره کړې ده.
د الازهر د اسلامی مرکز په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی، دغه جنایت ، یو داسې جنګي جنایت دی چې د وحشي صهیونیسټآنو په کارنامې او د دوي دغیر انساني وژلو په تورلیسټ کې چې حتی د ځنګل د حیواناتو په حق کې ئې هم څوک له کولو ډډه کوي، ورزیاتیږي
په دغې اعلامیې کې همداراز پر نړیوالو غږ شوی دی چې د بشریّت په تاریخ کې دې له بې مخینې خوبه ویښ شی او د غیر انساني کلابندۍ د ختمولو لپاره دې لاس په کار شي او دغه وحشی رژيم دې د بې ګناه انسانانو پّ حق کې د هغوي د جنایتونو درولو او شاتګ ته مجبوره کړي او په غزې تړانګې کې دې د انسان دوستۍ د مرستو دکاروانونو د ورتلو لپاره دې زمینه برابره کړي.
د یادولو ده چې وحشي صهیونیسټي رژية د تیرې پنجشنبې په ورځ دغزې په لویدیځ کې په شیخ عجلین سیمې کې پر هغو زرګونو فلسطینیانو کډوالو چې د انسان دوستۍ د مرستو د ترلاسه کولو په تمه وو،ناتار جوړ کړ چې دوروسیو احصایو په اساس پکې یو سل نهه کسان شهیدان او سلګونو نور ټپيان شوي دي.