IQNA

له وحشي صهیونیسټي رژيمه په غچ اخستنې کې له ایران سره د ملګرتیا لپاره تیار یوو

4:45 - April 04, 2024
د خبر لمبر: 3488995
ایکنا- د عراق نجباء اسلامی مقاومتي غورځنګ دیوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان کړی دی چې تیار دی ،څو له وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيمه  دایران دا سلامی جمهوریت  ترڅنګ  غچ واخلي.

یکنانیوز  راپور راکړ، د عراق نجباء اسلامی مقاومتي غورځنګ په سورئې کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې په حملې کې د وحشي صهیونیسټي ريم  دترهه ګر او څاروي ډوله اقدام په محکومولو سره  اعلان وکړ چې د صهیونیسټي نیواکګرو د تیریګرۍ په وړاندې دهر اقدام لپاره تیار دي.

د نجباء غورځنګ په اعلامیې کې راغلي دي ، نجباء اسلامی مقاومتي غورځنګ د جنایتکار او تیریګر وحشي اقدام  چې د سپاه پاسدارانو د یو شمیر میړنیو  مبارزو قوماندانانو د شهادت سبب شوی، په ښکاره  د نړیوالو موافقو او ډيپلوماټيکو اصولو  لپاره یو ښکاره چیلنچ او دایران د اسلامی جمهوریت په ضد د  جنګ د اعلان په معنا ګڼي.

 ددغه مقاومتي غورځنګ په اعلامیې کې راغلی دی ، دغه غورځنګ به له ځانه د ایران د اسلامی جمهوریت ددفاع له حقه په ملاتړ او په عین حال کې  په یوه مناسب  وخت او ځای کې  چې وبه ټاکل شي ، دغو تیریو ته دځواب ورکولو په حق کې خپل دریځ بیا تازه کوي.  په دغې اعلامیې کې همداراز په ډاګه وئيل شوي دي ، اعلان کوو چې د صهیونیسټي تیریګرو  د تیریو په وړاندې  دهرډول اقدام لپاره تیار یوو ،داسې تیري چې پر ټولو نړیوالو کنونشنونو  او اصولو او مقرراتو باندې په سترګو پټولو سره  په تیره بیا  هغه بوږنونکي جنایتونه چې  په غزې کې  هره ورځ د نړیوالو د سترګو په وړاندې ترسره کیږي، هیڅکله به بې ځوابه پاتې نشي.

https://iqna.ir/fa/news/4208237

captcha