IQNA

د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ د اسلامی انقلاب د سترلارښودپه امامت سره اقامه شو

8:31 - April 11, 2024
د خبر لمبر: 3489033
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه  اختر لمونځ نن په درست هیواد په یووخت ،  د تهران د امام  خمیني   په سترې عیدګاه یا مصلی کې  د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت سره اقامه شو.

ایکنانیوز راپور راکوي، د روژې دمبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر لمونځ پرون چارشنبې ورځې سهار ۸بجې  د تهران په امام

خمیني عیدګاه کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت  او د تهران د لکونو  خلکو  او د هیواد د پوځي او سیاسی شخصیّتونو په شتون سره اقامه شو.

پرون سهار وختی د سهار له لمانځه وروسته د حضرت امام خمیني عیدګاه دروازې پرانیستل شوې او د لمونځ ګوزارو کوربه ؤ او د قرآن د تلاؤت،مناجات او مداحي له هماغه سهار له شپږو بجو راهسې پیل شوې وه.

د اختر له لمانځه روسته د اسلامی انقلاب معظم لارښود خطبې په ژوندئ بڼه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملی رسانۍ یا هماغه د ایران ریډیو او ټيلیویژن ادار له خوا خپرې شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4209700

captcha