سياسی ډله: يو شمېر پاكستانی احتجاج كوونكی چې د خداے د ګران رسول (ص) په شان كښې دګستاخانه فېلم په خلاف یې په كراچۍ ښار كښې د امريكې د كنسولګرۍ په وړاندې مظاهره كوله د دغه هيواد پوليسو د ډزو ولګېدل.
22:21 , 2012 Sep 17
نړيواله ډله: د سعودی عرب ځواكونو په العواميه ښار كښې عين الامام الحسين (ع) نومې جومات ويجاړ كړ.
22:20 , 2012 Sep 17
سياسی ډله: د پاكستان مسلمانو عالمانو د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه ډك فېلم له جوړولو او خپرولو وروسته د دغه هېواد له حكومت نه وغوښتل چې تر څو یې له دغه هېواد نه د امريكې سفير نه وی شړلے تر هغه وخته پورې به خپلو احتجاجی مظاهرو ته دوا م وركړی.
22:20 , 2012 Sep 17
سياسی ډله: د تائيلېنډ مسلمانان د خداے ګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ او سپكاوی نه د ډك فېلم د جوړولو او خپرولو په خلاف سبا د نهې په ورځ د وږی د مياشتې په ٢٨ نېټه احتجاجی مظاهره كوی.
22:20 , 2012 Sep 17
نړيواله ډله: په تركې كې د امريكې د سفارت خانې مخې ته له سپكاوی د ډك فيلم د خپريدا پر ضد په اعتراض وشو او د امريكې بيرغ وسوځول شو.
22:19 , 2012 Sep 17
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشرښاغلی سيد حسن نصر الله د اسلام سپكاوی وغانده او زياته یې كړه چې د توهين څخه ډك فيلم د ايات شيطانی كتابه زيات خطرناك دے.
22:19 , 2012 Sep 17
سياسی ډله: د قرقېزستان مسلمانان به له سترناكو جينكو سره د مدرسو د ځينو پرنسپلانو او مديرانو د ناعادلانه سلوك په وجه د خالی په ورځ د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه احتجاجی مظاهره كوی.
22:19 , 2012 Sep 17
نړيواله ډله: د بحرېن د بشری حقوقو مركز په يو رپوټ كښې تاكيد وكړ: د آل خليفه رژيم په احتجاجی مظاهرو كې د ګډون كوونكو ماشومانو او معذرو كسانو د حقوقو په څركندې خلاف ورزې باندې تورن دے.
22:18 , 2012 Sep 17
سياسی ډله: د آذربائيجان جمهوريت د نارداران سيمې د مشرانو جرګې د يوې بيانیې په جاری كولو سره د امريكې لخوا د اسلام دګران پېغمبر (ص) په مقدس شان كښې له سپكاوی نه د ډك فېلم جوړول او خپرول وغندل.
22:18 , 2012 Sep 17
ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد وزير په دې ټكی باندې په ټينګار سره چې پكار دی د اسلامی نړۍ د عزت او سترتوب او د ستونزو د هوارولو لپاره د حج له ستر فرصت نه له دې نه زياته استفاده وكړو، ووئيل: ترخپله وسه مو هڅه وكړه چې خپل رول ولوبوو.
20:59 , 2012 Sep 17
د قرآنی كارونو ډله: د قرآن د راډيوئی چينل مدير د پيغمبراكرم(ص) پرخلاف د اسلام د دښمنانو د سپك اقدام د غندلو په ترڅ كښې ووئيل: مونږ د قرآنی او اسلامی راډيوګانو د اتحادئې د عمومی منشی په توګه د اسلام پرخلاف د كفر د نړۍ وروستې حرمت وغندۀ.
22:48 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله: شېخ الازهر احمد الطيب پرون د وږی د مياشتې په ٣٥ نېټه له ملګرو ملتو څخه وغوښتل چې د اسلامی مقدساتوله بې حرمتۍ سره د مبارزې لپاره دې يو نړيوال قانون تصويب كړی.
22:21 , 2012 Sep 16