نړيواله ډله: په داسې حال كې چې د اسلام د ګران پيغمبر(ص) په شان كې د امريكائی صهونيسټی فلم سپكاويو د نړۍ د مسلمانانو او پتمنو ملتونو سخته كركه او غوسه راپارولې د عربستان لوی مفتی ادعا كړې چې په دغه فلم كې هیڅ ډول سپكاوی نه دی شوی.
22:19 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله: د برطانیې اسلامی مركز د يوې بيانیې په جاری سره كولو په امريكا كښې د خداے دګران رسول (ص) په نسبت له سپكاوی نه د ډك فېلم د غندلو په ترڅ كښې دغه فېلم د اسلام د مبين دين د څېرې د بدرنګ ښودلو او د مسلمانانو او د نورو اسمانی دينونو د پېروكارو ترمېنځ د تفرقې اچولو په لړ كښې له مخكښې نه يو پلان شوے پروګرام وبالۀ.
22:17 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله:په جرمنی كښې د Pro Deutschland نومې ښی اړخه افراطی ډله غواړی په برلېن د كښې د اسلام په خلاف جوړ شوے له سپكاوی نه ډك فېلم خپور كړی.
22:17 , 2012 Sep 16
د هنر ډله: د هند د اتر پردېش صوبې د لكهنؤ پوهنتون د فارسۍ څانګې په اهتمام سره د ايرانی معنوی فېلمونو فېسټيوال په دغه پوهنتون كښې جوړیږی.
22:17 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله: د فرانس امنيتی ځواكونو پرون د وږی دمياشتې په ٢٥ نېټه مازیګر د اسلام په سپكاوی كښې د جوړ شوی فېلم په خلاف په مظاهرو كښې له ګډون كوونكو څخه يو سل پنځوس تنه ونيول.
22:16 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله: د يورپی يونين د بهرنی سياست مسئول كاترين آشتون وړمه ورځ د وږی د مياشتې په ٢٤ نېټه د امريكې په سفارتخانو باندې د حملو په غندلو سره دغه اقدام له دينی تعليماتو څخه د تندلارود استفادې اوزار وبالۀ.
22:16 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله: د كابل پوهنتون په سلګونو تنو محصلينو نن سهار په امريكا كې د هغه فلم پر ضد چې د اسلام ستر پيغمبر ته په كښې سپكاوی شوی مظاهره وكړه.
17:41 , 2012 Sep 16
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر ښاغلی سيد حسن نصرالله به نن شپه د ميلادی مياشتې د ستمبر د مياشتې په شپاړسمه نیټه د لبنان د سياسی بدلونونو او د سيمی د و وضعيت په اړه په ټيلی ويژن كې وينا كوی.
13:28 , 2012 Sep 16
د قرآنی كارونو ډله: د ايران د خراسان رضوی ولايت ګورنر د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د څلورمې دورې د پائې په مراسمو كښې هغو سپكاويو ته په اشارې سره چې د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) او د قرآن پاك په نسبت شوی دی، څرګنده كړه: د داشان سپكو اقداماتو سره د مقابلې يوازنۍ لاره د قرآن پاك او د اسلام د قدرمن پيغمبر(ص) لازياته پيژندنه ده.
23:00 , 2012 Sep 15
سياسی ډله: د پاكستان د پائېتخت اسلام اباد خلقو د خداے د ګران رسول (ص) په نسبت د سپكاوی په خلاف د دغه ښار له امامباړې نه تر سرينا هوټل پورې احتجاجی جلوس ووېستۀ.
22:55 , 2012 Sep 15
اجتماعی ډله: د تركی د جمهوريت غوښتونكی ګوند مشر كمال قليچ داراوغلو د شام له مخالفانو څخه د ملاتړ په دليل د دغه هېواد په حكومت باندې په سختې نيوكې سره له دهشتګردۍ سره په مبارزه باندې پخلے وكړ.
22:54 , 2012 Sep 15
نړيواله ډله: قهرجن تيونسی مظاهره كوونكی دامريكې د سفارتخانې په ديوالونو وروختل او د دغه هېواد بېرغ یې راكوز كړ.
22:54 , 2012 Sep 15