نړيواله ډله: د پاكستان په زرګونو خلكو نن د دغه هيواد په مخلتفو سيمو كې امريكايی ضد مظاهرې وكړې او د رسول الله مبارك د شخصيت په هكله په امريكا كې جوړ د سپكاوونكی فلم خپريدل یې وغندل.
20:52 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: قهرجنو مظاهره چيانو په امريكې كې د پيغمبر اكرم په شان كې سپكاوونكی فيلم خپريدا نه پس د انډؤنيشيا په جكارته ښار كې هم د امريكې سفارت خانې ته اوور واچول شو.
20:32 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: په مصر كې د امريكا د سفارت مخ ته پرله پسې څلورمې ورځې هم مظاهرې شوی.
17:34 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: په داسې حال كښې چې اسلامی دنيا د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد(ص) ته له سپكاوی د ‌ډك فيلم د جوړولو پر خلاف د امريكې پر ضد مظاهرې كوی او دغه مظاهرې نن هم روانی دی د القاعده ترهګرې ډلې مشر ايمن الظواهری له ټولو مسلمانانو غوښتی چې د شام د حكومت د مخالفانو ملاتړ وكړی.
14:58 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: د عراق په زرګونو شيعه مسلمانانو د امريكا د اسلام ضد فيلم پر خلاف د دې هيواد په كربلا معلی او نجف اشرف سپیڅلی ښارونو كښې مظاهرې وكړې.
14:27 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: د مصر ولسمشر محمد المرسی وويل د سوله ايزو مظاهرو او اعتراضونو ملاتړ كوم خو په خلكو او سفارتونو حملې يو ناسم اقدام ګڼم.
14:27 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: يوه عكس او انځور ايشوا كړه چې قطر د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم د سپكاوی په هكله د جوړ شوی فيلم مالی مرسته او مالی ملاتړ كړے دے.
13:49 , 2012 Sep 14
نړيواله ډله: د وړو اسلامی اقتصادو(مائېكروفنانس) نړيوال كانفرنس د روان هجری نمريز كال د ليندۍ دمياشتې په اتلسمه نېته د متحده عرب اماراتو په كورباتوب سره د نړۍ د دېرشو هېوادونو د نمائندګانو په ګډون سره جوړیږی.
22:38 , 2012 Sep 13
نړيواله ډله: له قدس شريف څخه د ملاتړ اسلامی – مسيحی كمېټۍ د يوې بيانیې په جاری كولو سره د مسجدالاقصی په جنوبې برخه كښې د اسلامی اثارو د ويجاړولو لپاره د صهيونېسټ رژيم د پلان په باره كښې خبردارے وركړ.
22:37 , 2012 Sep 13
بين المللی ډله: له نن سهار څخه د اسلام د ګران قدره پيغمبر(ص) پرخلاف له سپكاوی نه د ډك فلم په جوړولو باندې د اعتراض لپاره د امريكې د سفارت په نژديو كښې په قاهره ښار كښې د خلكو په زياتيدو سره امنيتی ځواكونو په هغو باندې اوښكې بيونكے ګيس وپاشۀ.
20:45 , 2012 Sep 13
بين المللی ډله: د لبنان حزب الله پرون د يوې بيانیې په صادرولوسره له مصر نه د بهرو يوه ډله قبطيانو لخوا د اسلام د قدرمن پيغمبر(ص) د مقدس ساحت په نسبت د سپكاوی نه د ډك فلم د جوړيدو د غندلو په ترڅ كښې دا يو غيراخلاقی كار وبالۀ.
18:18 , 2012 Sep 13
بين المللی ډله: يوې امريكائی ورځپاڼې رپورټ وركړے دے چې يو اسرائيلی نژاده اسلام دښمن امريكائی يو بحث راپارونكے فلم جوړ كړے دے چې د اسلامی نړۍ قهر ئې راپارولے دے.
16:14 , 2012 Sep 13