قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د غربی آسیا څانګه، د بقیع د امامانو قبرونه ویجاړو جنایت او د آل سعود توطئه چې تر نن ورځې ادامه لری، محکوم کړل او د فقه جعفریه غورځنګ او د پاکستان دینی ګوندونو د دې هیواد په مختلفو ښارونو کښې احتجاجی لاریون پیل کړو.
هم په دې مناسبت تېره ورځ د کویټه ښار «ناصر العزا» حسینیه کښې د عزاداری مجلس پیل شو چې په کې تقریر کوونکو د آل سعود جنایات محکوم کړل او د بقیع زیارتونه بیا جوړولو غوښتنه یی وکړه.
نن د پاکستان بروری سیمه کښې د فقه جعفریه غورځنګ ځوانانو احتجاج پیل کړو. چې د دې هیواد له ټول ولس نه یی په کې د شرکت غوښتنه کړی وه.
تقریباْ نن نه ۹۰ کاله مخکې د مردار، خر دماغه وهابیانو شیطانی لاسونه اوچت شول او یو لوی پرهر یی د انسانښت په وجود ولګولو.
هغه ورځ ځنې منافق صفته انسانانو د ځمکې او اسمانونو سپېځلې او مقدس ځای ویجاړولو لپاره خپل لاس وړاندې کړو او هغه حرم چې د پاکو انسانانو وو او د الله د فرشتو د زیارت ځای وو ویجاړ کړو.
د هغه ورځ نه تر اوسه د مظلومیت او غربت یو انځور دې چې د بقیع له جنت نه د حق او حقیقت عاشقانو په ذهن کښې پاتی دی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/3332550