IQNA

د اسلامي انقلاب بریالیتوب په یو سلویښتم کلیزې او د سباوون لسیزې پيل سره سم مهاله؛

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امام خمیني او ګلزار شهدا مزار ته لاړ

21:23 - February 01, 2020
د خبر لمبر: 3482748
سیاسي ډله: د اسلامي انقلاب د بریالی یو سلویښتمې کلزې او د سباوون لسیزې پيل، نن سهار د اسلامي انقلاب معظم لارښود د امام خمیني ره او ګلزار شهدا مزار ته لاړ.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له دفتر څمه په نقل، د ایران د اسلامي انقلاب د سباؤن د لسیزې له پیلیدو سره هم مهاله د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) په پاک مزار کښې حاضر شونن د سلواغې د میاشتې ۱۲ نیټه ده چې د ۱۳۵۷ لمریز کال په دې ورځ حضرت امام خمیني له خپل وطنه د پنځلس کلن لرې والي او جلاوطنۍ وروسته ایران ته راستون شو او داشان د ایران د اسلامي انقلاب د فجر او سباؤن مبارکه لسیزه پیل شوه او لس ورځې وروسته یعنې د هم دغې میاشتې په ۲۲ نیټه د ایران اسلامي انقلاب بریالی شو.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن سهار هم داشان د عالي قدره شهیدانو آیت ا... بهشتي، شهید رجايي، شهید باهنر او هم داشان د چنګاښ د اوومې نیټې د پيښې د شهیدانو مقبرې ته په ورتلو سره له متعال خدایه د هغوي د درجو د لوړاوي دعا وکړه.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر بیا (ګلزارِ شهدا) ته ورغی او د خدای د لارې د مجاهدانو او د اسلامي ایران د عزت او اقتدار د مدافعانو په پاکو روحونو باندې د درود او سلام په لیږلو سره یې د ایراني ولس د ویاړمن خوځښت د دوام لپاره دعا وکړه.

https://iqna.ir/fa/news/3875472

captcha