د الجزایر ولسمشر عبد المجید تبون د عالي امنیت شورا په غونډه کې، د لوړ پوړو نظامي او امنیتي چارواکو او همدارنګه د کابینې غړو په شتون سره، په الجزایر کې د کورونا د ناروغۍ د حالت ارزونې لپاره ګډون وکړ او د دې هیواد لومړي وزیر عیدالعزیز جراد ته یې حکم ورکړ چې د جوماتونو د بیا پرانیستلو لپاره پلان جوړ کړي.
تبون په دې اړه وویل: په لومړۍ مرحله کې دا پروګرام، په هیواد کې تر زورو پورې لوې جوماتونو چې تقریبا تر زرو پورې لمونځ کونکي په کې ځای کېږي محدود وي او لمونځ کونکي به ټولنیزه فاصله ساتلو او نور روغتیایي سپارښتنو او له ماسک نه په استفادې سره جومات کې شتون لرلي شي.
دا غونډه همداشان د ساحلونو او تفریحي مرکزونو او نورو ځایونو د بیا پرانیستي په اړه هم څیړنه کوي او د الجزایر لومړي وزیر مکلف دی چې د عمومي ځایونو د بیا پرانیستلو لپاره لازم تدبیرونه واخلي.
3914664