د پاکستان لومړي وزیرعمران خان ویلي، چې د یوې اونۍ په اوږدوکې به له افغانستان سره د تګ راتګ ستونزه حل شي او عادي حالت ته به راوګرځي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ د کورونا ویروس د پراختیا له امله محدودیتونه وضع شوي وو.
عمران خان زیاته کړې، چې په یوه اونۍ کې به محدودیتونه کم او تګ راتګ به عادي حالت ته راوګرځي.
پاکستان دا محدودیتونه د کورونا تر خپرېدو وروسته د تورخم او چمن لارو کې د خلکو پرمخ وضع کړي وو، چې دواړه غاړه مسافرین له سختو ستونزو سره مخ و.
اوس ویل کیږي، چې له څو اونیو راهیسې محدودیتونه کم شوي دي، خو مسافرین شکایت کوي، چې په بشپړه توګه نه دي ختم شوي.