د عراق د حشد الشعبی رسنیو برخې په یوه بیانیه کې خبر ورکړ چې د عراق د خلکو ځواک نن یو داعشي تروریست وژلې دی.
په دې بیانیه کې راغلي دي: د حشد الشعبی د ځواکونو په عملیاتو کې د سامرا په جنوب کې د داعش تروریستي ډلې۶ پټنځایونه کشف او ویجاړ کړې دي.
د راپور له مخې، د عراق حشد الشعبي د هیواد له امنیتي ځواکونو سره په ګډ عملیاتو کې د السراء او یثرب په سیمه کې د داعش یو کس وژلې او په دې عملیاتو کې یو زخمي ترهګر نیولې دی.
په دې عملیاتو کې همداشان، یو ځان وژنې بیلټ او یو شمیر دستی بمونه کشف او نیولې دي.
3975760