ایکناخبری آژانس دمصادرنټ له قوله راپور راکړ ، ددغه کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې د اسلامی نړۍ یو شمیر غوره متفکرانو او عالمانو د ویډیوئي لینک له لارې ویناوې وکړې او د اسلامی امت پر اتحاد او یووالي او د استعماری او استکباری دسیسود پيژندګلوۍ په ضرورت ئې ټینګار وکړ .
د الاقصی جومات خطیب او دقس د لوړې اسلامی شورا مشر شیخ عکرمه صبري پخپلې ویډیوئي وینا کې دې ته په اشارې سره چې وحدت د مسلمانانو د قدرت اساس دی ، وئیل هغه څه چې له صهیونیسټي دښمن سره د اړیکو د عادي کولو په نامې سره په رامینځةکیدا دي ، د اسلامی امت د ټولنیز جوړښت دکمزوري کیدا او د درز او تفرقې د رامینځةکیدا سبب کیږي . هغه یو ځل بیا له وحشي صهیونیسټي رژيم سره داړیکو له عادي کیدا سره پخپل چورلټ مخالفت سره ووئيل و د اړیکو عادي کیدا د تسلیمیدا او په فلسطین کې د خپلو رواؤ حقوقو څخه شاتګ دی .
په دغه کنفرانس کې د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم هم پخپلې ویډیوئي یونا کې ووئیل کله وینو د مځکې په هرې ټوټې کې په تیره په د یمن په ټاټوبي کې د اهل تشیع او اهل تسنن عالمان سره غونډيږي ، نو پوهیږو چې دوي د اصلاح لپاره هلې ځلې کوي ، هغه په دې په ټينګار سره چې دیمن ملت په رحمت او اخلاقو سره له خپل ځانه دفاع کوي ،ووئیل ، دتیریګرو د ائيتلاف په وړاندې له ۲۰۱۴ کال راهسې تر دې دمه د یمن والو تل پاتې کیدا او مقاومت، د یمن د ملت د شجاعت او میړنتوب ګواه دی .
د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ دغه لوړپوړي مقام روښانه کړې ده ،د یمن ولس له سختو شرائطو سره سره، د فلسطین د ټاټبو د آزادولو لپاره د فلسطین د مقاومت ترڅنګ دریدا ته تیار دی چې دا د دوي د سمې ټاکنې نښه ده .
د یمن ددینی عالمانو له خوا د واسلامی وحدت ،فرصتونو او چیلنجونو په نامې سره په دغه ویبینار کنفرانس کې د عراق داهل تسنن دعالمانو دټولنې مشر شیخ خالد الملا د عاشورا دنړیوالې موسیسې مشر آیت الله شیخ محمد حسن اختری ، د مقاومت د عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر شیخ ماهر حمود او د الجزایر د مسلمانو ټولنې مشر شیخ هبدالرزاق هم پخپلو ویناؤ کې وئیلي دي ، اسلامي وحدت چې مونږ ته بلنه راکوي ، ایجابوي ، چې د اسلام دښمنانو سره داړیکو عادي کولو څخه ډډه وشی او د اسلام د دښمنانو په مورچلو کې نه شو او ورسره اتحاد او یووالی ونه کړو او باید داسلامی امت د اتحاد او یووائي او دمسلمانانو د کړاؤ او دردونو د درملنې په فکر کې شو.