ایکناخبری آژانس د samanews.ps، له قوله راپور راکړ، د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ددغه پلان په پرانیستونکو دستورو کې شتون درلود او د الاقصی دجومات مصحف یوه نسخه ئې د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله ته ډالۍ کړه.
هغه د اردن له پاچا سره په کتنې کې د دغه ارزښتمن اقدام په خاطر دهغه په قدرونې سره ووئيل،د المصطفی قرآن مرکز د قرآن دختم وقفي پلان به،په الاقصی جومات کې د مسلمانانو د شتون له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
همداراز په دغو دستورو کې په دیني چارو کې او د اسلامی اړیکو په چارو کې د کورواکه تشیکلاتو دمشر سلاکار او د فلسطین قاضی القضات محمود الهباش ، دډيپلوماټيکو اړیکو سلاکار مجدي الخالدي او په اردن کې د فلسطین سفیر عطاالله خیري هم شتون درلود.
دوستانو په دوام کې د محمود عباس او د اردن دپاچا دوهم ملک عبدالله په شتون سره د المصطفی د قرآن د ختم وقفي پلان دپرانیستونکو دستورو په باب یو لنډ شان ته ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.