IQNA

د اسلامي نړۍ نننۍ ستراتېژي باید په فلسطین کې له مبارزو عناصرو سره د مرستې او پیاوړتیا لپاره وي

21:54 - April 22, 2023
د خبر لمبر: 3487226
ایکنا-(تهران) د اسلامي انقلاب معظم لارښود، د صهیونیستي رژیم تدریجي زوال ته په اشارې سره وفرمایل : دغه زوال چې څو کاله مخکې پیل شوی وو اوس ګړندی شوی دی او اسلامي نړۍ باید له دغه ستر فرصت څخه ګټه پورته کړي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي نن (شنبه) له خلکو، د اسلامی نظام له چارواکو، مسئولانو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې، یووالی د اسلامي امت یوه بېړنۍ او ضروری اړتیا وبلله او د صهیونیستي رژیم د پام وړ زوال او د هغه د ځپلو قدرت کمښت ته په اشارې سره وفرمایل: دغه مهم پرمختګ د فلسطین د ملت او ځوانانو د مقاومت او ملاتړ په وجه رامنځته شوی او د اسلامي نړۍ نننۍ ستراتېژي باید په فلسطین کې د مبارزو عناصرو پیاوړي کولو او ملاتړ ته ځانګړی وي.

د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، د اسلامي هېوادونو ستونزو ته په اشارې سره وفرمایل: که د قرآنکریم  د "الهي پړي په شاوخوا کې د یووالي" په حکم عمل وشي، نو اسلامی نړۍ د څه دپاسه دوه میلیارده نفوسو او د نړۍ تر ټولو مهم او حساس جغرافيايي نقطې په درلودلو سره، کولای شي د ستونزو د هوارۍ پر لور ګامونه واخلي.

د اسلامي انقلاب معظم لارښود، د صهیونیستي رژیم تدریجي زوال ته په اشارې سره وفرمایل : دغه زوال چې څو کاله مخکې پیل شوی وو اوس ګړندی شوی دی او اسلامي نړۍ باید له دغه ستر فرصت څخه ګټه پورته کړي.

هغوی د فلسطین مسئله نه یوازې اسلامي، بلکې انساني هم وبلله او په غیر اسلامي هېوادونو کې د قدس ورځې راټولیدونو او لاریونونو ته په اشارې سره وفرمایل : په امریکا او اروپایي هېوادونو کې د قدس په ورځ د صهیونیستیانو پرضد راټولېدنې، ورځ تربلې د غاصب صهیونیستیانو د جنایتونو د ښکاره کېدو پایله ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: د فلسطین د خلکو په ملاتړ د یوشمېر اروپایي خلکو شتون، هغه هم په هغو هېوادونو کې چې په صهیونیستیانو پورې تړلي دي، ډېر مهم دی.

هغوی د غاصب رژيم د ناوړه حالت اصلي لامل، د فلسطيني ولس د داخلي مقاومت برکت او د هغوی د ځوانانو له خطر او ګواښ سره مخامخ کېدل وبلل او ټینګار يې وکړ: په اشغال شويو سيمو کې اوسني حالات ثابتوي چې په مختلفو سیمو کې د فلسطین د خلکو مقاومت او دریځ چې هرڅومره ډېر شي، په هماغه کچه به جعلي رژیم کمزوری شي.

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، په فلسطین کې دننه له پوځونو سره مرسته، نن د اسلامي نړۍ یوه مهمه تګلاره وبلله او وفرمایل: د مقاومت جبهه د خپلو ارزښتناکو هڅو تر څنګ، او ټول اسلامي هېوادونه باید په فلسطین کې دننه د مبارزو عناصرو پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.

هغوي، اسلام ته لېواتیا د فلسطیني ډلو د مبارزې اصلي لامل وباله او زیاته یې کړه: په هغه پړاوونو کې چې اسلامي لېوالتیا مطرح نه وه، دا پرمختګونه نه وو.

حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، د فلسطین له مسئلې څخه په ملاتړ کې د امام خمیني (ره) او د اسلامي جمهوریت مخکښ کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: دغه خوځښت به دوام ولري او هیله لرو چې د ایران ګران ولس به د یوې داسې ورځې شاهدان وي چې د ټولو اسلامي هېوادونو مسلمانان په آزاده توګه په قدس شریف کې لمونځ ادا کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131698

captcha