IQNA

یوه ترکیه ای پيغله جینۍ په الاقصی جومات کې د قرآن د لوستلو په جرم ونیول شوه(فلم)

6:47 - April 27, 2023
د خبر لمبر: 3487248
ایکنا-(تهران) د فلسطین رسندویو د هغې ترکیه ای پيغلې جینۍ د وحشي صهیونیسټي پوځیانو په لاس د نیولو خبر ور کړ چې دالاقصی جومات په یوه صحن کې  د قرآن کریم تلاؤت ئې کاوۀ.

 ایکناخهبری آژانس د ینی شفق له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ جنایتکار رژيم وحشي ډوله پوځیانو د سه شنبې په ورځې د اوزګه جان موتلو پهنامې سره دترکیې یوه ۲۴کلنه پيغله  نیواکي قدس کې په الاقصی جومات کې  د قرآن دتلاؤت کولو په جرم ونیوله.

صهیونیسټ میشه ښارګوټو افراطي اوسیدونکو پرون سهار وختي،د صهیونیسټي رژيم د پولیسو په ملاتړ سره  په الاقصی جومات بیا یرغل وکړ او له لمونځ ګوزارو فلسطنیانو سره ونښتل .د عیني شاهدانو په وینا، دترکیې دغه پیغله جینۍ د الاقصی په ختیځي برخې کې له باب الرحمه سره نزدې د قرآن کریم په تلاؤت بوخته وه چې صهیونیسټي  تیریګرو له بد چلند سره مخ شوه.صهیونیسټي پوځیانو له دغې جینۍ  دهغې پرس په زور واخست او له هغه ځایه ئې بوتله . د آناتولي خبریال وئيلي دي چې   کله پولیسو له جینۍ پرس واخست نو  هغه په پولیسو پسې شوه چې پرس ترې واخلي، خو ناامیده بیرته ستنه شوه ، چې څو مامورانو بیرته ونیوله او له جوماته ئې له ځان سره بوتله.

د خبر تر مخابیره کیدا پورې  صهیونیسټي پوځیانو  ددغې پيښې په باب دآناتولي خبری آژانس  پوښتنو  ته هیڅ ځواب  ورنکړ او د ترکیه اي پيغلې برخلیک هم نامعلوم دی.

 

 

 https://iqna.ir/fa/news/4136498

captcha