ایکناخبری آژانس د القلعه نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د عربستان د اسلامی چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د برازیل په سائوپائولو کې د قرآن کریم د نندارتون دترسره کولو دمقدماتو د ترسره کیدا په حال کې یوو.
دغه نندارتون دمئ له لومړئ نیټې یعني له سبا دوشنبې څخه د برازیل په حکومت کې له مینځني ختیځ سره د اړونده چارو د غږملونکي په شون سره به پيل او تر اتو ورځو پورې به دوام ولري.
د عربستان د اسلامی چارو د و زارت ددغې اعلامیې په اساس ددغه نندارتون پرانیستونکي دسته د برابزیل د خارجه وزارت د مینځي ختیځ د چارو د برخې د مشر سډني رومرو او د سائوپائولو ښار د ځاي چارواکو په شتون سره ترسره کیږي.
همداراز په لاتینې آمریکا او کارائيب کې د اسلامی دعوت د مرکز د یو شمیر چارواکو او د برازیلی مبلغانو او دعربستان د پوهنتونونو د یو شمیر فارغ التحصیلان به هم په دغو دستورو کې ګډون وکړي.
په دغه نندارتون کې همداراز د ملک فهد خپرندوئي مرکز تولیدا، د خپرندوئي حوزې د ماډرن ټيکنالوجیو محصولات او خطي نسخې هم نندارچیانو لیدو ته ورمعرفي کیږي . دغه راز په مختلفو ژبو ترجمه شوي قرآن کریم هم نندارچیانو ته ډالۍ کیږي.