IQNA

د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او اسلامي امت د مسایلو په سر کې ده

8:33 - June 22, 2023
د خبر لمبر: 3487511
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای په په دې خبرې په ټينګار سره چې د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او د اسلامي امت د مسائلو زړه دی، څرګنده کړه: څومره چې د فلسطین په مسئله کې پرمختګ کیږي، هماغومره د اسلامي نړۍ او اسلامي امت په مسایلو کې هم پرمختګونه رامنځته کیږي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،داسلامی انقلاب ستر لارښود  حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او ورسره پلاوي سره په کتنه کې د فلسطین د مسئلې په وړاندې د مبارزې مخکښ غورځنګ ته په اشارې سره د مبارزې ډګر ته د فلسطینيو ځوانانو او مؤمن ولس په شخصي او ډله ییز ډول واریدیدا  یوه مهمه موضوع یاده کړه او ټینګار یې وکړ: په "جنین" کې د وروستیو ورځو پېښې او د فلسطیني ځوانانو لخوا د صهیونیسټي پوځیانو محاصره د دې نوې صحنې ښکاره بېلګې او په بشپړې بریا سره د یوه روښانه راتلونکي په لور روان دي.

 حضرت آیت الله  العظمی سید علی خامنه ای د دوه یا درې کاله مخکې په پرتله د فلسطین په حالاتو کې د پام وړ توپیر ته په اشارې سره زیاته کړه: په وروستیو کلونو کې د فلسطین د مسئلې د ځنډیدو اصلي علت په میدان کې  د ځوانانو شتوالی وو خو اوس ځوانان په خپله خوښه میدان ته را وتلي او تر ټولو مهمه دا چې د دوی تکیه په اسلام ده.

هغه یو ځل بیا د مقاومت د ډلو ترمینځ د یووالي او هماهنګۍ په موضوع باندې په ټینګار سره وویل: د غزې په وروستۍ جګړه کې مونږ د دې شاهدان یو چې د دښمن هڅه داده چې د مقاومت د ډلو ترمینځ اختلافات او تفرقه رامینځته کړي، خو د خدای په فضل، د دغه فضا په رامنځته کولو بریالی نه شول، نو موږ باید د یووالي او همغږۍ مسلې ته ډیر پام وکړو او دې سمې لارې ته په قوت سره دوام ورکړو.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر غزه د مقاومت مرکز وباله او زیاته یې کړه: خو هغه نقطه چې دښمن په ګونډو کړي د لویدیځې غاړې سیمه ده چې تر اوسه ښه پرمختګونه شوي دي.

ایت الله خامنه ای وویل: چا به تصور کاوه چې یوه ورځ به په جنین کې فلسطینی ځوانان صهیونیسټي ځواکونو ته دومره نږدې شي چې د ځوانانو له محاصرې څخه د تیښتې لپاره به له جنګي الوتکو څخه کار واخلي، خو دا څو ورځې مخکې په جینین کې وشول.

هغه له ټولو فشارونو سره سره د فلسطین د ولس په حق کې نړیوال تبلیغات د فلسطین د خلکو په حق کې زیاتی وباله او څرګنده یې کړه: د قدس د ورځې په مناسبت په اسلامي هیوادونو سربیره په اروپایی هیوادونو کې هم لاریونونه وشول او د اروپا خلکو یې څرګندونه وکړه چې له صهیونیسټ رژیم سره د هغوی مخالفت یوه ډیره مهمه موضوع ده او باید پیاوړې شي.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د فلسطین له مسئلې څخه د اسلامی جمهوریت په ملاتړ باندې تاکید وکړ او وې فرمایل: امام خمینی (رح) د اسلامی غورځنګ له شروع څخه د ایمان او عقیدې په بنیاد د فلسطین ملاتړ وکړ او د اسلامی جمهوریت د ملاتړ په بنیاد ولاړ ؤ. جمهوريت هم په اسلامي فقه او شريعت ولاړ دى، نه په حرکاتو، تاکتيکونو يا ډيپلوماسۍ.

آیت الله العظمی خامنه ای زیاته کړه: د فلسطین خاوره د ټولو مسلمانانو ملکیت دی، نو په ټولو مسلمانانو واجب ده چې د آزادولو لپاره میدان ته راووځی او دا یو مذهبی فریضه ده.

په دغه کتنه کې د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د فلسطین له مسئلې څخه د اسلامی جمهوریت له دوامدار ملاتړ څخه د مننې په ترڅ کې د نیواکګرو سیمو په تېره بیا د لویدیځې غاړې د وروستیو پرمختګونو په هکله راپور وړاندې کړ او وې ویل: غزه د مقاومت زړه دی خو نن ورځ په لویدیځه غاړه کې اصلي او پرېکنده جګړه روانه ده او له خطرناکو پریکړو سره سره چې صهیونیسټ دښمن یې اخلي، په لویدیځه غاړه کې د ځوانو جنګیالیو د غوره والي له امله دا دی رژیم په لویدیځه غاړه کې له بدو پایلو بله چاره نشته چې تاسې یې عملاٌ ګورئ.

هغه په ​​نیواکي فلسطین کې ترټولو مهم پرمختګ د ځوان نسل د مبارزې او جهاد منلو او په لویدیځه غاړه کې د خودجوشه  وسله وال مقاومت یو موټي کیدل وبلل او زیاته یې کړه: اوسني حالات او د مقاومت د جبهې پرمختګ د فلسطین د اشغال په تاریخ کې بې سارې دي.

اسماعیل هنیه د اسلامی انقلاب معظم رهبر ته په خطاب کې وویل: مونږ د جلالتمآب په شتون ټینګار کوو چې مقاومتی ډلې به حتی د فلسطین له خاورې نه شاتګ ونه کړی او د مقاومت او جهاد لاره به د بیت المقدس تر آزادولو پورې دوام ولری. او د خدای په فضل او د فلسطین د ځوان او با ایمانه نسل په مرسته به په ډیر نږدې راتلونکي کې الاقصی جومات د اشغالګرو له منګولو خلاص شي او موږ ټول به هلته له تاسو سره یوځای لمونځ کوو

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134756

captcha