IQNA

د اهل بیت(ع) د حقانیّت په اثبات کې د امام رضا(ع)د عملی اخلاقو او نقلي رودې اهمیّت

14:06 - September 17, 2023
د خبر لمبر: 3487963
ایکنا-(تهران) د کربلا دعلمیه حوزې  استاد حجةالاسلام سید محمد الموسوي دحضرت امام رضا علیه السلام دشهادت کلیزې په مناسبت له ایکنا سره په خبرو کې د نورو دینونو  او مذهبونو له مخکښانو سره په مخامخیدا کې ددغه مام همام دسیرت ارزونې او دغه راز  د اهل بیّت علیهم السلام دمکتب دحقانیّت په دفاع او اثبات کې دهغه بزرکوار عظمت اوسیرت باندې رڼا واچوله.

سیدمحمد موسوي پر قرآن اوسنت باندې په تکیې او همداراز د نبوّت اوامامت په بیانولو کې له قرآن کریم څخه  دمخکې آسماني کتابونو باندې په استناد سره  د امام رضا علیه السلام  نقلي رودې ته په اشارې سره  دنورو دینونو او مذهبونو  له مخکښانو سره  په  چلند کې  د امام بزرګوار دغه روده او لوړ اخلاق، د اهل بیت (ع) دمذهب په دودولو او دهغو دحقانیّت په ثابتولو کې مهم عامل وباله.

 ایکنا  په یوې پوښتنې کې   داهل بیت علیهم السلام  د مذهب په بیانولو کې  د امام رضا(ع) سیرت دڅرنګوالی وپوښت نو هغه ووئيل،امام بزرګوار  په پیل کې هڅه وکړه څومامون  دې ته اړ کړي څو د اهل بیت علیهم السلام دخلافت حق په رسمیّت وپيژني .  د خطبو لوستل ،د اشعارو او سکې ټکول چې د هغه مهال رسندوئې بلل کیدلی شي، د امام رضا (ع) له خوا په خدمت واخستل شول.له دې اړخه امام رضا(ع)  له ملحدانو او شک رامینځة کونکو سره دمناظرې  لپاره او له دې سره په یووخت نورو مسلمانانو ته د اهل بیت علیهم السلام فضایل او دهغوي مقام وروپيژندل شو.

امام بزرګوار  پخپلو اقداماتو سره وتوانید، د مسلمانانو ژوند هم وساتي او هغه نقشې چې د مسلمانانو دوینې دبهولو لپاره  انځور شوي وې هم شنډې کړي.

ایکنا بیا له محمد موسوي څه وپوښتل ،ستاسو له نظره  له نورو دینونو او مذهبونو سره د امام رضا(ع) ارتباطي رابطه څرنګه  وه؟ نوهغه ووئيل؛ امام رضا علیه السلام  له نقلي رودې څخه یعني له نورو دینونو او مذهبونو سره په تعامل کې پرقرآن او سنت د تکیې له رودې څخه استفاده کوله،خو په دې مینځومیان  کې ئې  د دوي دمنلو وړ  سرچینو اوکتابونو باندې له استناده هم غافل نه کید. دوي  ددغو دینونو او مذهبونو له لویو عالمانو سره  بحث او خبرې اترې او په عمومبی بحثونو کې  په خلاصې سینې اوورین تندي سره  له هغوي سره چلند کاوه او   دهغوي په رودې سره به ئې ورسره بحث کوه او خپل کلام به ئې د هغوي د عقل او عقایدو په اساس د هغوي لپاره  منظموه.

مامون نیّت درلود،له دیني مخکښانو  اولویانو سره  دمناظرو او بحثونو دغونډو په جوړلو سره  امام رضا (ع) له شان سختۍ سره مخ کړي، خو امام بزرګوار  په دقیق او علمي بحث سره  د ما مون دغه دسیسه شنډه کړه. هغه بزرګوار پخپل استدلال کې  له قرآن کریم څخه استفاده کوله او هغه علوم ئې ښکاره کول چې مخاطبان ورسره بلد نه ؤ او نه ئې پيژندل.مامون  فضل بن سهل ته حکم ورکړ، د نورو دینونو اومذهبونو مخکښان غونډ کړي ،څو  امام ورسره مباحثه وکړي،خو امام رضا علیه السلام  پخپل بحث کې د مسیحي دین له مخکښ جاثلیق او د یهودي مخکښ  راس  الجالوت سره په خبرواترو کې  په قرآن باندې په استناد سره،  او ددوي د منلو وړ کتابونو او سرچینو ته په توسل سره ،دپيغمبر اکرم(ص) نبوت اثبات کړ او همداراز ئې د صائبیانو د عقایدو باطلیلیدا هم ښکاره کړه. امام بزرګوار  له مخالفانو  او دښنمانو سره په مخامخیدنې له ډيرو لوړو  اخلاقو او  غوره چلند سره مخامخ کید. د امام د وخت یو لوي عالم اومخکښ ابراهیم بن العباس الصولي  د امام بزرګوار دژوند او سیرت په باب وائي؛ هیڅکله مو ونه لیدل چې  امام رضاعلیه السلام  پخپلو خبرو کې څوک کړولی او یا خپه کړی وي او یائې دچا خبرو په مینّځ کې څه وئيلي او دهغوي خبرې ئې غوڅې کړې وي او دا چې څوک له هغه بزرګواره څه شی وغواړي ،نو  امام بزرګار  دخپل توان په حد کې د هغه د حاجت له پوره کولو ډډه کړي وي.

سید محمد موسوي  دغه راز د امام رضا علیه السلام  په دغې لارې کې دترټولو مهم رول په باب ووئيل،  د هغه بزرګوار  رول لوبول دقرآن کریم د ځينو هغو ایتونو تفسیر بلل کیدلی شی چې  د اهل بیت علیهم السلام  په برلاسه کیدا او مقام  و د اماممت لپاره ددوي دصلاحیّت په نتیجې کې دلالت کوي،خو د امام رضا علیه السلام په پړاؤ کې  ورڅخه ناسم تفسیر دود شوی ؤ، امام بزرګوار ددغو آیتونو په باب موجود ناسم فهم ختم کړ او دمسلمانانو لپاره ئې د هغو سمه معنا روښانه کړه.

 https://iqna.ir/fa/news/4168791

captcha