ایکناد اردن ۲۴ خبری سایټ له قوله راپور ورکړی، د اردن د پارلیمان استازي نایل فریحات د اسلامی چارو او اوقاف له وزیر سره په کتنې کې(د الاقصی جومات د کمپلیکس د متوَلي یامنجور په تګه) وغوښتل په فلسطین کې اوسنیو حساسو شرائطوته ،په تیره بیا دغزې د ډیرو بوږنوننکو شپو ورځو حالاتو ته په پام سره فلسطیني لمونځ ګوزار دې د روژې دمبارکې میاشتې له پيلیدا څخه په الاقصی جومات کې د اعتکاف مجوز ولرل شي.
هغه دې ته په اشارې سره چې په تیرو کلونو کې درمضان د اعتکاف قایمولو مجوز د روژې د مبارکې میاشتې وروستیو لسو ورځو ته محدود ؤ،ددغې غوښټنې د علت په باب د اردن د اوقافو د وزیر د پوښتنې په ځواب کې ووئيل، تیر کال په الاقصی جومات کې د فلسطیینانو د اعتکاف لپاره یوازې د لسو ورځو مجوز صادر شو، چې دغې موضوع د لمونځ ګوزارو او د صهیونیسټي پوځیانو ترمینځ ډير مشکلات رامینځةکړل.
هغه دې ته په اشارې سره چې سږکال د فلسطین حالات له تیرو کلونو سره ډير فرق کوي، روښانه کړه ، الاقصی جومات واقعي خطرې ګواښي او د روژې دمبارکې میاشتې له پيل څخه د فلسطینیانو ترسره کیدا په حقیقت کې په الاقصی جومات باندې د سرزورو یهودیانو د بې وخته او بې یرغلونو څخه ددغ مقدس ځاي ملاتړ دی ، په تیره بیا دا چې یهوديانو دستورې به هم په الاقصی جومات کې ترسره شي.
فریحات په دوام کې په مسجد النبی او مسجدالحرام کې دلمونځ ګوزارو اعتکاف ته چې د رمضان المبارک د میاشتې له هماغه پيله په دغودواړو مقدسو ځایونو کې ترسره کیږي، اشاره وکړه او روښانه ئې کړه ، سږکال له تیرو کلونو سره ډیرتوپیر کوي ،ځکه چې د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته د ډيرو زیاتو چیلنجونو اومشکلاتو کتونکي یوو او له بل پلوه ،الاقصی جومات ته د فلسطینیو لمونځ ګوزارو د ورتلو او داعتکاف لپاره د محدودیّت په رامینځةکولو کې د صهیونیسټي کنسټ د سرزوري غړي بن عفیر او د سرزورو زوړپال یهوديانو لمسؤنکي اقدامات ایجابوي چې د اردن د اوقافو او اسلامی چارو وزیر سږکال د تیرو کلونو په نسبت لاځانګړي او جدي تدبیرونه غوره کړي.
په همدې لړ کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیهّ د کب د میاشتې په نهمه نیټه دیوې اعلامیې په صادرولو سره دفلسطین ملت په الاقصی جومات کې د روژې د مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې څخه او د داسرائيلو په وسیله د هغوي دتپلي کلابندۍ ماتولو ته بللي وو.
هغه وئیلي وو،مونږ په بیت المقدس کې له خلکو غو اړو، د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ ورځ الاقصی جومات ته لاړ شي ،ځکه د الاقصی جومات کلابندي او دغزې کلابندي یوه کلابندي ده .